امنیت

بهرته د ميدان وردګو ولايت دپخواني امنيه قوماندان خليل اندرابي د سفرمخه ونيول شوه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٩ :
د ميدان وردګو ولايت پخوانى امنيه قوماندان چې غوښتل يې په يوه الوتنه کې   له مزارشريف څخه ترکيې ته لاړ شي؛ دپوليسو له ممانعت سره مخامخ شو.
د بلخ ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د ميدان وردګو ولايت پخوانى امنيه قوماندان د مزارشريف په هوايي ډګرکې دپوليسو له خوا ونيول شو او ترکيې ته  دده د سفرمخه ونيول شوه.
اندرابى د تيرې اوونۍ ديکشنبې په ورځ  غوښتل چې دمزارشريف  له هوايي ډګر څخه دترکيې استانبول ته لاړ شي چې دهغه دسفر مخه ونيول شوه.
د ميدان وردګو ولايت دغه پخوانى امنيه قوماندان له طالبانو سره دهمکارۍ    په تورممنوع الخروج  اعلام شوى دى.
ده څه موده مخکې هلې ځلې کړې وې چې په بغلان کې دطالبانو داستخباراتو رئيس قاري ظاهر له دغه ولايت څخه پاکستان ته وليږدوي؛ له دندې څخه ګوښه  کړاى شو او حکومت هم يو هيئت چې  په سر کې يې دکورنيو چارو وزارت ستر  امنيتي معين دى موظف کړى دى چې له اندرابي څخه پوښتنې اوتحقيقات وکړي .
په بغلان ولايت کې دطالبانو داستخباراتو مسوول په داسې حال کې چې ټپي هم  و؛ د خليل اندرابي له خو اکابل ته ليږدو شوى و.
اندرابى د طالبانو د دغه مسوول په ليږدونه کې د لاس لرلو تور ردوي او هغه  د ځان په وړاندې دطالبانو توطيه بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته