خبرونهروغتیا

په کرونا ویروس د اخته کسانوشمېر ۵۰ زرو ۶۷۷ تنوته ورسېد

٥٧- کابل/ د لیندی ۳۰ / باختر
د عامې روغتیا وزارت، په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ویروس د ۱۴۱ نویوپېښود ثبتولو خبرورکړ.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د کرونا ویروس د ۱۴۱ نویوپېښوپه ثبتولوسره په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر۵۰ زرو ۶۷۷ تنوته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونوله مخې، د روغ شويو کسانو شمېر۳۹ زرو ۱۵۸ تنوته رسېدلی دی.
دغه راز په تېرو ٢٤ساعتوکې د ۲۰ تنوپه مړه کېدوسره د قربانیانوشمېر ۲ زرو ۷۴ تنوته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکترسمسور وویل: د واکسین د اندي د تدارکاتوبهیرله دوو مرستندویومرجعوڅخه به د دوو راتلوونکوکلونوپه بهیر کې په شپږو پړاونوکې ترسره شي.
د سمسور د څرګندونوله مخې، د کرونا ویروس د واکسین لومړۍ اندي چې د هېواد درې سلنه نفوس به په پام کې ونیسي،ښايي تر اوو راتلوونکومیاشتواو یا د را تلوونکي میلادي کال په نیمايي کې به افغانستان واستول شي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته