سیاستخبرونهټولنهTOP

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو نړیوال سازمان له عمومي رئیسې سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د کډوالو نړیوال سازمان له عمومي رئیسې مېرمن امي اې پوپ او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې خلیل الرحمن حقاني په پاکستان، ایران، ترکیې او نورو کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت، ستونزو او په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي دغه راز له مېرمن امي اې پوپ وغوښتل چې د هېواد له یو فرضي کرښو لیدنه وکړي او د کډوالو حالت له نږدې وګوري ترڅو د ژمي په راتګ سره ورسره خپلې مرستې زیاتې کړي.

خلیل الرحمن حقاني همدا راز په راتلونکي کې له دوی سره د کورونو جوړولو، زده کړو او روغتیا برخو کې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

ورته مهال امي اې پوپ ډاډ ورکړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره به په ګډه له راستنېدونکو سره مرستې وکړي او غواړي په همدې موخه ډي.ټي.اېم. سېستم جوړ کړي ترڅو له پاکستان، ایران، ترکیې او نورو کوربه هېوادونو څخه د راستنېدونکو کره شمېره له موږ سره شریکه او مرستې راجلب کړي.

نوموړې دغه راز وویل چې مونږ پوره هڅه کوو د راستنېدونکو لپاره ژمنۍ مرستې برابرې او په راتلونکي کې په نورو برخو کې هم له دوی سره مرستې وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته