خبرونهاقتصادټولنه

په کاپيسا کې ۳۳۱ بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د ۳۳۱ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د دغه ولایت د کوهستان په لومړۍ حصه او دویمه حصه ولسوالیو کې د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته پلې شوي چې په کې پر کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته