خبرونهاقتصادټولنهTOP

په کاپيسا کې د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت ۱۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت، په کاپيسا کې د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۱۲ پروژو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د ياد وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په کاپيسا کې ۱۲ پروژې چې ۱۴۰۸ متره ګابیون کاري، ۶۳۱ متره د سیند غاړو تحکیمات او ۵۰ متره د سربند پخونه پکې شامله وه؛ د ۵۸۰ زره ۷۴۰ امریکایي ډالرو په لګښت د سيمه ييزو مسئولينو او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان «اف.اې.او» دفتر د استاو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ويل شوي چې د يادو پروژو چارې د «اف.اې.او» سازمان په مالي ملاتړ، د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې په مربوطاتو کې د “کاپیسا کهنه شرکت” له لوري د ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته