ټولنه

دکابل _ پروان په لويه لاره کې ديوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول .

کابل باختر دليندي پنځمه :
دکابل _ پروان  په لويه لاره کې  نن ديوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول .
دپروان دوالي وياند وحيد شهکار دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه له غرمې مخکې دبګرام ولسوالۍ په رباط سيمه کې له يو هينو ډوله باروړونکى موټر سره ديوه سراچه  ډوله موټر دټکر له امله رامنځته شوه .
ده وويل چې په دې پيښه کې درې تنه ښځې ، درې تنه نارينه او يوماشوم ووژل شول اويوه  ښځه او دوه تنه ماشومان ټپيان شول .
دپروان دترافيکو  دپيښو مدير ددغې پيښې  علت دسراچه موټر دچلوونکى بې احتياطي  بلل شوى دى .
ده وويل  ټپيان ډير ژر دپروان ولايت ملکي روغتون ته وليږدول شول .
ددغه روغتون مسوولان دټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله .   ختم_ عطالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته