– کابل / د کب ۹ مه / باختر
پوليسو د کابل ښار په اتمه امنيتي حوزه کې په واټ کې د يو ښخ کړای شوي ماين د چاودنې مخه ونيوله.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو نن سهار٧ بجه او ٣٠ دقيقې يو ريموټ کنټرول ماين چې تروريستانو د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند شاه شهيد کې ځاځي جومات ته څېرمه ځاى پرځاى او عيار کړى و، له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړ.
پاى \ ذ
12 د یوې دقیقې څخه لږ