کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو د ولسي جرګې ا ود ولسواليو د شوراګانو دانتخاباتو لپاره دنېټې د ټاکنې هرکلى وکړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛ يا ماموتو دانتخاباتو دنېټې ټاکنه دانتخاباتو د کميسيون په کار کې مهم او مثبت پرمختګ وباله او ويې ويل ؛ چې د انتخاباتو د نېټې ټاکنه په دې مانا ده چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تيارى د پروګرام جوړولو له پړاو څخه اجرايي پړاو ته رسيدلي دي.
دغه راز په هغې خبرپاڼه کې چې د ناتو له سياسي نمايندګۍ څخه باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي چې با اعتباره او پراخ بنسټه انتخابات په افغانستان کې د دموکراسۍ او امنيت لپاره مهم دي.
بايد وويل شي چې د انتخاباتو کميسيون پرون د روان کال د تلي دمياشتې ٢٨نېټه د انتخاباتو دترسره کولو لپاره وټاکله او په دې ترتيب پارلماني انتخابات له دريو کلونو ځنډ وروسته به په ټاکلې نېټه ترسره شي. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل