امنیت

اته طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په کمين کې ووژل شول.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه کله یې چې غوښتل د خوست ولسوالۍ په کوهزر کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو پر قرارګاه یرغل وکړي، د دغو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول چې په پایله کې ۸ طالبان ووژل شول.
بشارت زیاته کړه چې په دغه برید کې درې نور طالبان ټپیان شول او د دوی یو هاموې ټانک هم ویجاړ شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته