خبرونهامنیتTOP

په کابل کې د ماين چاودنه وشوه

کابل / د مرغومي ١١مه / باختر
په کابل کې د يو مقناطيسي ماين په چاودنه کې يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار د اووبجو په شاوخوا کې د کابل د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د چهلستون په ٩ برجه ساحه کې رامنځته شوه. ماين په يو دولتي کرولا ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوی و.
د کابل پوليسو سرچينو دغه پېښه تاييد کړې ده، خو د وژل شوي سړي د هویت او دا چې دغه موټر په کوم دولتي بنسټ پورې اړوند دى؛ څه نه دي ويلي.
کابل پرون هم پر دوو پوځي موټرو د دوو مقناطيسي ماينونو د چاودنو ډګر و چې د سر زيان يې نه درلود.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته