امنیت

په ننګرهار کې په لسګونوکلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

کابل /  دلېندۍ ١٧مه /باختر :
په ننګرهار کې لسګونو کلي  په پوځي عملياتوکې دوسله والو طالبانو او داعش  دډلو له شتون څخه پاک شول .
دغه عمليات  پنځه ورځې مخکې دسلګونو پوځيانو اودهېواد دهوايي  قوتونوپه ملاتړ دشيرزاد په ولسوالۍ کې پيل شول او دغه راز دوام لري .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوعملياتو کې تراوسه پورې دشيرزاد ولسوالۍ په لسګونوکلي د طالبانو او داعشيانو دافرادو له شتون څخه پاک شوي دي .
هغه وويل ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو او داعشيانو څومرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه لاړل .
دغه راز   په دغو عملياتو کې  شپږ وسله وال طالبان او دداعش دډلې څلور غړي ووژل شول او څو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته