خبرونهفرهنګټولنهTOP

په کابل کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون خپل عملیاتي پلان پیل کړ

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د ښار بڼې ته له زیان رسولو د مخنیوي او د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون، له پرلپسې خبرتیاوو وروسته د دویمې ناحیې اړوند له نادر پشتون واټ څخه د خپل عملیاتي پلان د پلي کولو لړۍ پیل کړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت وارثي کوونکی او باختر آژانس رئیس مولوي ضیاالحق حقمل په دې اړه وویل د دغو عملیاتو په لړ کې هغه لوحې چې په بهرنیو ژبو لیکل شوې وې او یا هم په کې غیر شرعي انځورونه، ناسم متنونه او یا هم په نامناسب ځای کې نصب او ځړول شوې وې پاکې شوې.

په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې د لوحو او تابلوګانو ډیزاین، د بهرنیو ژبو کارول، په نا مناسب او داسې ځای کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو نصبول چې د ښار بڼې ته زیان رسوي هغه موارد دي چې، یو پر بل پسې به ورته رسېدنه وشي.

نوموړي زیاته کړه هغه کلیمې چې په ملي ژبو کې بدیل نه لري له دې امر څخه مستثنی دي.

د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د  لوحو او اعلاني تابلوګانو د اصلاح کمېسیون چې کابل ښاروالۍ یې هم غړیتوب لري، په کار پیل کړی او په کابل ښار کې به یې اصلاحي څارنې روانې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته