سیاستخبرونهTOP

په کابل کې د ایران سفیر: د افغانستان وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له لوري د دغه هېواد لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه او په اړه یې د افغان حکومت دریځ پر ځای دی

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر 

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان اوسني مثبت وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه یې د افغان حکومت دریځ پر ځای بولي.

‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د کرمان د پیښې په اړه ایراني پلاوي ته تعزیت وړاندې کولو ترڅنګ د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو، په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د قونسلي خدماتو پر اسانتیا، د افغانستان-ایران د ګډ سرحد د لا خوندیتوب او ګڼو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

متقي زیاته کړه، چې ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضائي موضوعاتو کې د همکاريو لپاره به د ایران څخه یو با صلاحیته قضائي او حقوقي پلاوی کابل ته د افغانستان د سترې محکمې له لوري رسمي بلنه ورکړل شي.

 په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفیر په دغه کتنه کې پر سیمه ییز اتصال، د چابهار بندر د فعالیت، د چین-افغانستان او ایران کریدور او د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د ایران پر چمتوالي بحث وکړ.

نوموړي همدارنګه وویل چې د افغانستان اوسني مثبت وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه یې د افغان حکومت دریځ پر ځای بولي.

ناستې په لړ کې دواړو لوریو ښه وبلله، چي په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمي هېوادونو د ځانګړو استازیو ګډه غونډه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته