امنیت

په لوګر ولايت کې دتروريستو طالبانو دوسلو او مهماتو ددوه پټنځيو کشف .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
دملي امنيت دلوى ادارې  موظفينو په  لوګر ولايت کې دتروريستانو د وسلو او مهماتو دوه پټنځي کشف کړل .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دلوګر ولايت دمرکز د کتب خيلو او پادخواب  شانه دکليو په مربوطاتو کې په بيلابيلو عملياتو کې دوسله والو طالبانو  دتروريستي ډلې  قوماندان قاري برهان  او قند اغا پورې اړوند دوسلو او مهماتو دوه پټنځي کشف او له دغه پټنځي  څخه د ار پې جي -٧ دوه توغندي  ويشتونکي ،يوکلاشينکوف، يو يوولس ډزې ، يو پنځه ډزې ،  د  ار پي جي -٧ توغندي ويشتونکي پنځلس ماينونه ، دبې ام يو دوه ماينونه ، دريموت کنترول يو تخت او ددرندو او سپکو وسلو په زرګونو ګولۍ او يوه اندازه  پوځي وسايل ترلاسه کړي دي .
تروريستانو غوښتل چې له دغو وسلو او مهماتوڅخه په استفادې سره په لوګر ولايت کې يرغليز بريدونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته