کابل، د غبرګولي ۲۸مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت مسئولین وايي چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند کارتې پروان په سیمه کې د اهل هنود هېوادوالو پر یوه درمسال په نني برید کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت ویاند ملا عبدالنافع ټکور ویلي دي: “نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ یوه ډله مسلح باغیان چې لا تراوسه یې هويت نه دی معلوم، د کارتې پروان په ساحه کې د اهل هنود هېوادوالو یو درمسال ته ننوتل، د ننوتلو تر مخ یې پر ساتونکو د لاسي بم برید وکړ چې په پایله کې یې هلته اور ولګېدو او زموږ دوه تنه هندوان هېوادوال د برید په پایله کې زخمیان شول.”
د ټکور په وینا؛ ټپيان له ساحې ایستل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
دی وایي چې د دین او هېواد دښمنانو غوښتل چې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې یو موټربم ته چاودنه ورکړي چې هدف ته له رسېدو مخکې یې موټر چاودنه کړې، خو ځاني تلفات نلري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دښمن په درمسال کې محاصره دي او ډېر ژر به سیمه د هغوی له شتون څخه پاکه شي.
تر اوسه هېچا د دغې پېښې مسئولیت نه دی منلی.
وهاج