خبرونهامنیت

په کابل کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونیول شول

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

د کابل ښار د ٥ حوزې په مربوطاتو کې  دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د باختر آژانس د خبرله مخې، د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي: د کابل ښار د ٥ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکوسره د مبارزې ځانګړې قطعې ۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نېولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې له دغو کسانو څخه ۱۴،۹۷۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

له دوی څخه تحقیقات پیل شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته