کابل / د وري ۲۸مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، په کابل او پکتیکا کې له نږدې ۲۰۰۰ زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ پر۱۰۰۰ اړمنو او بېځایه شویو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته پرون د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د يوه پلاوي په شتـون کې چې مشري یې مولوي ارسلاح حقيار کوله، ووېشل شوه.
مولوي حقيار په خپلو خبرو کې د چين له مرستو مننه وکړه او د مرستو د وېش پر روڼتیا يې ټینګار وکړ.
د یو بل خبر له مخې؛ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو په پکتیکا کې هم پر نږدې ۹۰۰ اړو کورنیو د چین بشري مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو او بېځایه شویو کورنیو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ دوام لري او په دغو وروستیو کې یې مشرتابه ډاډ ورکړی چې هڅې کوي د هېواد ټولو لرو پرتو سیمو ته بشري مرستې ورسوي.
وهاج