ټولنه

د بغلان والي د خبريالانو ستونزې او وړانديزونه واوريدل

کابل / د وري١٦مه / باختر
د اطلاع رسوني د ښه والي او د بيان د آزادۍ د پياوړتيا په خاطر نن په بغلان کې غونډه جوړه شوه.
د بغلان د والي وياندې زرينې اماني د دې غونډې د جوړولوموخه د دولت او رسنيو ترمنځ د زياتې همغږۍ رامنځته کول، په خپل وخت اطلاع رسونه ، د بيان آزادي، د خبريالانو د ستونزو څېړنه او د خبريالانو د امنيت تامينول وباله.
د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مسوول احمدفهيم نيکزاد د بيان آزادي په هېواد کې د وروستيو دوو لسيزو د لاسته راوړنو په توګه ياد کړ او د خبريالانو د لارې پرسر اساسي ستونزې د دولتي بنسټونو نه همکاري وبلله.
د بغلان والي محمد اکبربارکزي په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د مطبوعاتو او خبريالانو رول او مقام طرح کړ او د مطبوعاتو د صعودي تګلوري په اړه يې هر اړخيزې څرګندونې وکړې.
د بغلان والي د خبريالانو د ستونزو د لرې کولو په خاطر دغونډې له برخه والو سره دهمکارۍ ژمنه وکړه.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته