کابل، د غوایی ۲۵ مه، / باختر
د پکتیکا په زرغون شهر ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلی ماشوم ژوندی را و اېستل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخي؛ د پکتیکا زرغون شهر ولسوالۍ حاجي بنګل کلي کې تېره ورځ یو ماشوم شاوخوا ۳۰ متره څاه ته لوېدلی و، چې د امنیتي ځواکونو لخوا ژوندی را و اېستل شو.
لوېدلي ماشوم د یوي سر خلاصې څاه پر غاړه د کوترو نیولو ښکار کوه، چې یادې څاه ته ولوېده؛ خو د سیمې اوسېدونکو په همکارۍ او امنیتي ځواکونو لخوا ژوندی را و اېستل شو د یاد ماشوم روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
صدیقي