کابل باختردسلواغې دمياشتي ٢١ :
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال ديويدبارنو ويلي دي چې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو رول زيات بدلون نه کوي .
دباختراطلاعاتي اژانس خبريال دنړيوالو خبرځايونو درپوټونو له خولې خبر راکړ په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دغه پخواني قوماندان ويلي دي فکرکوم چې له ٢٠١٣ کال وروسته ه پراخ پوځي شتون ولرو اوبدلونونه په هغه اندازه نه دى رامنځته شوي چې رسني يې ښيي.
په داسې حال کې چې دامريکا ددفاع وزير ليون پنيتا په خپلوڅرگندونو کې د ٢٠١٣ ميلادي کال په نيمايي کې دامريکا دجنګي عملياتو داحتمالي پاى ته رسيدو خبر ورکړي و خو ديويد بارنو وايي چې دافغانستان ملي اردو چمتو والې لري چې دنړيوالو ځواکونو په ملاتړ د افغانستان امنيت تامين کړي.
په همدي حال کې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دقوماندانۍ مرستيال جنرال کوردس اسکاپروني ويلي دي چې افغان ځواکونه د ٢٠١٤ کال ترپاى پوري ددې وړتيا پيداکوي چې په مستقل ډول دخپل هيواد دفاع وکړي لکه څنګه چې همد ا اوس دافغانستان امنيتي ځواکونه په ځينو ساحو کې په مستقل ډول محاربوي عمليات ترسره کوي .