کابل، د غبرګولي ۳ مه، باختر
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې درې تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یو تن د وژنې او دوه نور د غلا په تور نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې په دغه ولایت کې جنايي جرمونه کم شوي دي.
سعیده