کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
په پکتيا کې نن سهار د وسله والو طالبانو د ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې درې ملکيان ووژل شول.
د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل رسنيو ته ويلي دي چې د ملکيانو د سپرلۍ يو تونس موټر د دغه ولايت د مرکز ګردېز ښار په ابراهيم خېلو سيمه کې د طالبانو پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې د چاودنې په پایله کې ٣ ملکيان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج –ا