کابل/دمرغومی ۲مه /باختر
په پکتيا کې ٤ تنه په يوه ترافيکي پېښه کې ټپيان شوي دي
دغه پېښه پرون ناوخته د احمدابا ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت وشوه چې يو کوچني موټر له باروړنکي موټر سره ټکروکړ.
د پکتيا د ترافيکو يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٤ تنه ټپيان شوي دي.
هغه د دواړو موټرونو د چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې پيښې د رامنځته کېدو اصلي علتونه وبلل.
په همدې حال کې د پکتيا د يو روغتون ډاکټرانو د دغې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ج-ا