کابل باخترد جوزا دمياشتې ١٣ :
د اصلاح او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې نن د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د بندولو د قانون ، انتخاباتو او د نا امنيو د زياتوالى د انديښنو په باب د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې يوه غونډه جوړه شوه.
د اصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې سلاکارې ناديې نديم دباخترآژانس خبريال ته وويل: ددغې شبکې غړي د هيواد پارلمان له خوا دښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د بندولو دقانون دتصويب غوښتنه کوي، خو دغه قانون بايد د اسلام د مبين دين دحکمونو له مخې عيارشي.
په دې غونډه کې د دغې شبکې د مشرتابه غړو ډاکتر ظاهر محبوب وسيد ميثم هم خبرې وکړې اوټينګار يې وکړ: بايد د انتخاباتو په نامه اويا له انتخاباتو څخه ناوړه استفاده په هيواد کې د سياسي قدرت دميراثي کولو خبرې بنسټيزې نه شي او دغه راز ويې ويل چي طالبان دځينو ګاوڼديانو داستخباراتو په اشاره زموږ دهيواد د نا امن کولو لپاره هلې ځلې کوي چې دغه هلې ځلې نه شي کولاى زموږ خلک له خپل تګلوري څخه راوګرځوي.
0 1 دقیقه لوستل