کابل باختر د لړم شپږمه :
دپروان _ باميانو په لويه لاره کې د امنيتي ځواکونوچاڼيز عمليات پاى ته ورسيدل.
دغه عمليات د دولت دمخالفينو له شتون څخه د پروان _ باميانو د لويې لارې دپاکولوپه مقصد پيل شوي و.
دپروان دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي فتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: طالبانو د ډار اچوونکوعملونو په ترسره کولو سره د غوربند دلويې لارې امنيتي حالت ګډوډ کړى و او لاره يې دڅو ورځو لپاره تړلې وه .
دغه ګډعمليات دپروان دامنيې قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ په مشرۍ د ملي اردو، ملي پوليسو، د عامه نظم د پوليسو او د سيمه ئيزو پوليسو په ګډوهلوځلو سره تيره اوونۍ د شينواري، شيخ علي او سياه ګرد په ولسواليوکې پيل شول.
مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ باخترآژانس ته وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو د ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: ددغوګډو عملياتو په ترسره کولو سره د شينواري او سياه ګرد د ولسواليو زيانمنوونکې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او دغوربند لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده او د دغې لويې لارې امنيت په ښه ډول تامين شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل