خبرونهټولنه

په پروان کې د سېلاوونو راوتلو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر
د پروان ولایت غوربند درې، شیخ علي، سیاګرد او کوه صافي ولسوالیو کې د سېلاوونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د شیخ علي ولسوال قاري ذبیح الله ترابي وايي چې په سېلاوونو کې دوه تنه مړه شوي، درې تنه ټپیان شوي او درې تنه نور لا هم ورک دي.
ترابي زیاته کړه: لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې بیا د سیاګرد ولسوال قاري عبدالغفار حیدري باختر آژانس ته وویل، چې د سیاګرد ولسوالۍ په خیشکو، او چیلان سیمو کې سېلاوونو مالي زیانونه اړولي خو ځاني زیان نه لري.
په همدې حال کې په کوه صافي ولسوالۍ کې هم سېلاوونو لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او څاروي له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اورښتونو تېره شپه او پرون په زابل، لوګر او غزني ولایتونو کې هم مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته