خبرونهاقتصاد

په پروان کې د بادرنګو حاصلات زیات شوي دي

کابل، غبرګولي۱۳مه، کابل

په پروان کې د تېر کال په پرتله د بادرنګو حاصلات زیات شوي دي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، تمه ده سږ کال د پروان له کرکیلو څخه ۳۲۳۰ ټنه بادرنګ راټول شي،دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دغه شمېر ۲۶۸۸ ټنه وو.

د چاريکارو بادرنګ  خوندور ښه بوی او ځانګړی شهرت لري، چې هر کال د پسرلي په موسم کې کرل کېږي.

د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین سږ کال په حاصلاتو کې د لس سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د پروان د کرنې رئيس مولوي محمد رحيم نعماني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د چاریکارو بادرنګ د ښه خوند له امله زيات مينه وال لري او په تېر کال کې د کرنې د نويو ميتودونو له امله د بادرنګو حاصلات په سلو کې لس زيات شوي دي.

نعماني په دغه ولايت کې د باردنګو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د کرنيزو سيستمونو پياوړتيا، درمل شیندل، ښه هوا او کروندګرو ته د تخنيکي کارکوونکو مشورې او لارښوونې وبللې.

په همدې حال کې د پروان د کرنې ریاست د روزنیزو او کرنیزو څېړنو د مرکز آمر انجنیر بریالی ملک زاده وايي:«دغه ادارې د بادرنګو حاصلاتو د زیاتوالي په خاطر دغه بادرنګ په ګرین حوض کې په تحقیقي توګه کرلي او ښه نتیجه یې هم درلوده  او د دې سبب شوي، چې د بادرنګو حاصلات د ولایت په کچه لوړشي .

خو د پروان ولايت يو شمېر کروندګرو د حاصلاتو له زياتوالي خوښ دي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوى ته دې زياتې آسانتياوې برابرې کړي.

د چاريکارو يوه کروندګر محمد افضل وويل، چې په بازار کې د کيمياوي سرې لوړه بيه او د بې کيفيته درملو لوړوالى د کروندګرو لپاره يو له ننګونو څخه و، چې زه يې راوړم او اوس د بادرنګو بوټي د آتشک په ناروغۍ  اخته شوي، چې له امله يې بوټي وچې شوې دي.

هغه  له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د بادرنګو د حاصلاتو د لوړولو په خاطر د ناروغۍ د وقایه په برخه کې جدي همکاري وکړي .

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته