خبرونهټولنه

په پروان کې دوه دارالایتامونه او یو د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شول

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
په پروان کې د لومړي ځل لپاره د بې سرپرسته نجونو، ښځو او هلکانو لپاره جلا – جلا دارالایتامونه او د حرفوي زده کړو یو مرکز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوي زاهد جان آغا، د یاد وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر او د دغه ولایت د مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري له خوا پرانیستل شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر وویل چې د هېواد د راتلونکي نسل لپاره د ښځینه او نارینه وو لپاره د دارالایتامونو جوړول یو معنوي ویاړ دی، د یتیمانو پالنه یوه شرعي دنده ده او اسلام پرې ټینګار کوي.
ورته مهال مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري وویل چې یتیم د ټولنې پر هر وګړي حق لري او موږ ټول باید د یتیمانو لاسنیوی وکړو.
د يادونې وړ ده، چې د حرفوي زده کړو په مرکز کې به د ګنډلو، موټر ترميم، نجارۍ او يو شمېر نورو مسلکونو کې زده کړې ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته