خبرونهروغتیا

په هېواد کې په کرونا ویروس اتیا اخته کسان مړه شول

کابل / د چنګاښ ۶ / باختر

په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتوکې په کرونا ویروس ۸۰ اخته کسان مړه شول.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرنوله مخې، په تېرو ۲۴ ساعتوکې په هېواد کې ۱۵۳۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغه راز ویل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتوکې په کرونا ویروس ۸۰۵ اخته کسان روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانواو مړو شویوکسانود کچې له لوړېدوڅخه په اندېښنې سره بیا له اوسېدونکوڅخه وغوښتل چې د دغه ویروس د مخنیوي په موخه روغتيايي لارښونې په پام کې ونیسي .

په همدې حال کې روغتیايي کارپوهانو په هېواد کې د مړو شویوکسانواو په دغه ویروس د اخته کسانو دقیق شمېرله رسمې شمېرنوڅخه زیات بولي.

پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته