کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د بغلان پوليسو نن ٩٨٠کيلوګرامه چاوديدونکي توکي د له منځه وړلو په مقصد د هيلوترست د ماين پاکولو موسسې ته وسپارل.
د بغلان امنيه قوماندان محمد ويس صميمي باختراژانس ته وويل: دغه چاوديدونکي توکي دتېر يوکال په بهير کې د بغلان له بېلابېلو سيمو څخه د پوليسو لاس ته ورغلي و . چې د له منځه وړلو په مقصد د هيلوترست د ماين پاکولو موسسې ته وسپارل شول .
هغه وويل: د دغو چاوديدونکو توکو په اړوند پنځه تنه نيول شوي و.چې عدلي اوقضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي. ختم _ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ