خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې یو چیکډیم ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۱۰ مه، باختر

د هلمند ځايي مسوولین وايي چې د یاد ولایت د واشېر ولسوالۍ د سیاپشتې اړوند په کره کان کلي کې یو چیکډیم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د مسوولینو په خبره یاد چیکډیم د سېلابونو، د اوبو د کنټرول او د ځمکې لاندې د اوبو د تغذیې په موخه جوړشوی چې د جوړولو قرارداد یې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۲ میلیونه ۴ سوه ۹۶ زره ۷۷۵ افغانیو په لګښت جوړ چې چارې یې د شاوخوا ۲ میاشتې په بهیر کې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د منځني هلمند د سیندیزې فرعي حوزې د رییس په هڅو د یاد ولایت په بهرامچې، دېشو، خانشین او سنګین ولسوالیو کې د چیکډیمونو چارې پیل شوې او په نږدې راتلوونکي کې به د هلمند په بغني، نوزاد، موسی کلا او کجکي ولسوالیو اړوند زمیندارو سیمې کې د نورو چیکډیمونو چارې به ډیرژر پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته