خبرونهټولنهTOP

په هلمند کې د یتیمانو لپاره ښارګوټی جوړېږي

هلمند کې د یتیمانو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې
کابل، د غوايي ۷مه، باختر
د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي حکم پر اساس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په سپارښتنه، د کور او ښار جوړولو وزارت په نقشه بندۍ، د ولایت مقام په لارښوونه او د قطر د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ له لوري د ۵۰۰ یتیمانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه برخمن ښار ګوټي د جوړولو چارې وړمه ورځ پنج شنبې پیل شوې.
د چارو د پیل په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، امنیه قوماندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحافظ عبدالباري راشد، د قطري خیریه بنسټ استازي او یو شمېر نورو رئیسانو او د ادارو مسؤلینو ګډون درلود.
غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني دغه پروژه اړینه بللې، زیاته کړې یې ده، چې هڅه کوي هېواد کې د بې کوره خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه هم دغه پروژه د یتیمانو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې ګټوره بللې او په دغې برخه کې یې له مرسته کوونکو څخه مننه کړې.
سیمه ییزو چارواکو او هلمندي ولسونو د دغې پروژې له پیل څخه خوښي ښودلې او د تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress