خبرونهاقتصادټولنهTOP

کرنې وزارت دوو شرکتونو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د ۷۰ میلیونه افغانیو ورکړه تایید کړه

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له لارې د دوو شرکتونو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د ۷۰ میلیونه افغانیو د ورکړې وړاندیز منظور کړ.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق الله په شتون کې د دوو شرکتونو لپاره  د ٧٠ میلیونو افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمتونه منظور کړل.

د غونډې په پيل کې د کرنې د پراختيا صندوق رییس د غونډې موضوع شريکه کړه او د افغان ريډ پومي ګرينټ او شعيب يحي صنعتي شرکت د پور غوښتنې په اړه يې معلومات ورکړل.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د اسلامي مالي خدمتونو د عرضه کوونکو شرکتونو د غوښتنې له ارزونې وروسته د دغو دوو د مېوو د جوس او کارتن جوړولو شرکتونو ته د ۷۰ میلیونه افغانیو پور منظور کړ، څو د خپلو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې ترې ګټه واخلي.

د دغو اسلامي مالي خدمتونو د ورکړې موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او په هېواد کې د کرنې وده او پراختیا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته