کابل/ د وري٦ مه / باختر
د هلمند د امینې قومندانۍ مسوولین واي چې په هلمند کې یې ۸ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د غلا، شوکمارۍ او د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د هلمند ښار او يو شمير ولسواليو څخه نيول شوي دي.
د هلمند امنيې قوماندانۍ يوې سرچېنې باختراژانس ته وويل چې نيول شوي کسان په غلا، شوکمارۍ او د نشه يي توکو په قاچاقو تورن دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې په هلمند کې د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې زور اخيستی دى.
\ ذ