خبرونهامنیت

په هرات کې پر يو پوځي قرارګاه  د بمي بريد مخه ونيول شوه

 کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

افغان ځواکونه وايي په هرات کې د پوځيانو د يوې قرارګاه په وړاندې د بم د چاودنې مخه نيولې ده.

ټاکل شوې وه په چاوديدونکو توکو بار موټر د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په دغې قرارګاه يرغل وکړي چې هوايي ځواکونو د استخباراتي اطلاعاتو پربنسټ  پر دغه موټر هوايي بريد وکړ.

د هېواد په  لويديځ کې د ظفر قول اردو  يو جګپوړى مقام باختراژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريد کې دوه وسله وال طالبان په چاوديدونکو توکو بار موټر سره له منځه يوړل شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته