خبرونهټولنه

په هرات کې زلزله ځپلو ته لسګونه نور کورونه هم وسپارل شول

کابل، د وري ۱۳ مه، باختر

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۸۰ نور کورونه هم وسپارل شول.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس او د زلزله ځپلو کمېسيون ویاند مولوي احمد الله متقي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د (اچ. ډي. آر) موسسې په مالي ملاتړ زلزله ځپلیو ته ۸۰ نور په ټولو وسایلو سمبال کورونه سپارل شوي دي.

متقي زیاته کړې چې تراوسه زلزله ځپلو ته ۴ زره کورونه جوړ شوي او په نږدې وخت کې به ۲ زره نور هم جوړ شي.

په ورته وخت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول مولوي شمس الدین حقیار ویلي، چې دوی په خپلو ټولو هڅو سره د پېښې ځای ته پروخت رسيدګي کړې او د دغه وزارت په هڅو زلزله ځپلو ته د موسسو له لارې کورونه هم جوړ شوي دي.

له بلې خوا د اقتصاد وزارت د غیر دولتي مؤسسو د ارزیابي او نظارت رییس عرفان الله شینواري هم وویل، چې د یاد وزارت په هراړخیزو څارنو سره تراوسه غیر دولتي مؤسسې په منظمه توګه فعالیت لري چې لومړۍ بېلګه یې د انجیل ولسوالۍ د پروانه کلي زلزله ځپلو ته د کورونو جوړول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته