– کابل، د غبرګولی ۱۴ مه، باختر
د المپيک ملي کميټې په هرات کې د رستمي غېږې نيونې سيالۍ د ترسره کولو خبر ورکړ.
دغه سيالۍ د ورزش او بدني روزنې د رييس مولوي ګلاب الدين خپلواک، ورزشکارانو، ملکي او پوځي مسوولينو، د استادانو او د روزونکو ګډون د هرات د غيږنيونې په لوبغالي کې څه د پاسه دوه زره ننداره کوونکو په ګډون ترسره شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د المپيک د ملي کمېټې د خبرپاڼې له مخې، په دغو سياليو کې د ٢١سيمه ييزو غيږ نيونې کلپونو١٠٠ تنو ورزشکارانو برخه اخيستې وه.
د هرات د بدني روزنې او سپورت رئیس مولوي خپلواک د مراسمو په پاى کې وویل د سیمه ییزو لوبو راژوندي کول او وده د دغه ولایت د بدن روزنې او سپورټ ریاست له لومړیتوبونو څخه ده او دا ریاست ژمن دی چې په ټولو برخو کې متوازن پرمختګ تامین کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکاران د جایزو په ترلاسه کولو وهڅول شول.
\ ذ