کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې پرون یو سړي د خپلې کورنۍ ۹ غړي وژلي دي.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر مولوي محمد “مهاجر” د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي د زرنج ښار په پنځمه ناحيه کې د خپلې کورنۍ ۹ غړي چې پکې د هغه مېرمن، ماشومان او زوم شامل دي، د نامعلومو دلایلو له امله وژلي دي.
مهاجر زياته کړه، چې قاتل له سيمې په تېښته بريالى شوى او امنيتي مسوولينو د هغه د نیولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د پېښې انګيزه معلومه نه ده.
ع