– کابل/ د غوايي١٦مه/ باختر
د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د ځمکې د غصب مخه نیولې ده.
د نيمروز د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس مولوي عبدالخالق حکيم الله باختر آژانس ته وويل چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو په دغه ولايت کې د ملکيتونو د اسنادو له پلټنې او څارنې وروسته د ٢٧٦ جريبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیولې ده.
حکيم الله د کميټې غړو ته وويل چې په کاري بهير کې د جديت ترڅنګ بايد روڼتيا، صداقت او بشپړه ايمانداري شتون ولري.
د نیمروز د کرنې رییس وویل چې د امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله “اخندزاده” د ځانګړي فرمان له مخې باید د دولتي او شخصي ځمکو ترمنځ تفکيک رامنځته شي په همدې دليل په نیمروز کې په جدي توګه کار روان دی ترڅو د ځمکې د غصب مخه ونیول شي.
حکيم الله په يو شمېر ولسواليو کې د غاصبينو د نيولو خبر ورکړ او ويې ويل چې يو شمېر غاصبين هم عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
\ ذ