ټولنه

په زرنج ښار کې په يوه واټ کريړ اچول کيږي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دنميروز ولايت په مرکز زرنج ښارکې  پرون په يوه واټ  دکريړ اچولو کار پيل شو.
دنيمروز دوالي وياند احمدعرب  دباخترآژانس  سيمه ييز خبريال ته وويل  په دغه واټ  دزرنج ښار په  جنوب  ګې دڅلور اعشاريه  دوه سوه کيلومترو په اوږدوالي او  دشپږنيمو مترو په سور دنيمروز ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له بودجې څخه دڅه دپاسه  يو ميليونو افغانيو په لګښت په دوو مياشتو کې کريړ ا چول کيږي.
ده وويل  چې دغه سړک دکليوالي لارې  جوړولو دملي پروګرامونو  يوه برخه ده  چې ټاکل شوې ده  په دې پروګرام کې   په زرنج ښارکې ديو څلويښتو کيلومترو په اوږدوالي  سړکونه پاخه شي.
پاى ف   ذ
                                                                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته