خبرونهټولنهTOP

په نورستان کې هېواد ته د راستنېدونکو په ملاتړ ولسي غونډه ترسره شوه

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د سرحدونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې هېواد ته د راستنېدونکو په ملاتړ ولسي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي محمد نور د اسلام له نظره د اړمنو سره د همکاري په اهمیت خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې د خپلو راستنېدونکو وروڼو سره د توان سره سم د هر ډول همکارۍ نه به دریغ و نه کړو.

ورته مهال د نورستان والي شیخ شیر احمد حقاني له پاکستان څخه په جبري توګه د افغانانو د را ایستلو پرېکړه ظالمانه وبلله او ويي ویل چې دغه هېواد د کډوالو  بشري حقوق او نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي دي.

حقاني زیاته کړه چې اسلامي امارت د راستنېدونکو افغانانو لپاره لنډ مهاله پنډغالي، تراسپوړټي اسانتیاوې، درملنې، پوهنې او سرپناه په برخه کې ورته لازمې او اړينې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې دې د خپلو راستنېدونکو وروڼو سره د خوراک، څښاک، سرپناه او نورو برخو کې همکاري وکړي او دوی ته دې د مرستو راټولولو په موخه صندوق کېږدي.

په همدې حال کې د قومونو په استازيتوب یو شمېر ویناوالو په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان هېواد دغه ظالمانه پرېکړه په سختو ټکو وغندله او ويې ویل چې نورستاني ولسونه راستنېدونکو ته د زړه له کومې هرکلی وايي او په یاده برخه کې یې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته