خبرونهټولنه

په نورستان کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزات د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په بګي کلي کې د څه کم څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ په یاده شبکه کې د۳زره ۲۱۱ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د چینې جوړښت، د ۳۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو ذخیره او د ۵۱ شیردهنونو نښلول شامل دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د یادې شبکې په بشپړېدو سره د نوموړي کلي ۱۵۳کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پرون د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې هم د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیتسنې ته سپارل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته