خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د داعش ډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

د ننګرهار د ملي امنيت رياست په دغه ولايت کې د داعش ډلې يو قوماندان له ٧ نورو شکمنو کسانو سره ونيو.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د ملي امنيت  منسوبينو په يولړ عملياتو کې د تواب په نامه د داعش ډلې قوماندان له ٧ مشکوکو کسانو سره د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ونيو.

ويل کېږي نيول شوى قوماندان په جلال آباد ښار کې په تروريستي فعاليتونو کې لاس لاره او له هغه څخه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

ختم-اشرفي-

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته