خبرونهورزش

په ننګرهار ولايت کې د “فارما غوره ليګ” سيالۍ پېل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۵ مه، باختر

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په لارښوونې او همغږۍ د درملو د شرکتونو ترمنځ سالمې تفریح په موخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ په سپین غر لوبغالي کې پیل شوې. 

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پښتونخوا او جنيټيک سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه جنيټيک سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه، پښتونخوا لوبډله د هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۱۱ منډې جوړې کړې، چې په دې توگه جنيټيک سټارز لوبډلې د ۱۵ منډو په توپير سيالۍ وگټله.

د يادونې وړ ده چې، يادې سيالۍ د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست لخوا ترسره کېږي، چې درې مياشتې به دوام وکړي، چې هره اونۍ به ۴ سيالۍ ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته