سیاست

دافغانستان او ترکيې دبهرنيو چارو دوزيرانو کتنه .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دترکيې دبهرنيو چارو له وزير مولود چاوش اوغلو سره وکتل .
دغه کتنه پرون دترکيې  جمهوريت په استانبول  ښار کې داسلامي همکاريو دسازمان دغړو هېوادونو دمشرانو ١٣ غونډې ته دتياري لپاره ددغه سازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو دغونډې تر څنګ وشوه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړى دافغانستان دبهرنيو چارو وزير داسلامي همکاريو دسازمان دغړو هېوادونودمشرانو د ١٣ غونډې په نسبت دترکيې جمهوريت دعالي کوربه توب له  امله قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې ددغې غونډې برياليتوبونه په اسلامي  ټولنو کې دستونزو دکمښت او دامت دلازيات وحدت سبب شي .
دبهرنيو چارو وزير  دخپلو  خبرو په دوام دافغانستان  د حالاتو ، دحکومت  دبرياليتوبونو ، دسولې دهڅو او دوارسا او بروکسل دراتلوونکو کنفرانسونو په باب خبرې وکړې اوهيله يې وکړه چې دترکيې جمهوريت په دغو کنفرانسونو کې په فعاله توګه ګډون وکړي .
وروسته دترکيې  جمهوريت دبهرنيو چارو وزير په دې غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دهئيت دګډون له امله مننه وکړه او له افغانستان سره دترکيې دهمکاريو په دوام باندې دټينګار په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به دوارسا اوبروکسل  په کنفرانسونو کې په څرګند رول سره ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته