خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې د چک برېښنا بند د بیا رغونې چارې پیل شوې

کابل، د کب ۹مه، باختر
‏د میدان وردګو د برېښنا امریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د چک برېښنا بند د بیا رغونې چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د برېښنا آمر قاري عبدالحق طلحه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې چک برېښنا فابریکې د بیا رغولو چارې پیل شوي چې په دې پروژه کې د اوبو لوی کانال پاکول، د کانال د دروازو جوړول، د پنسټاک د دروازې ترمیمول، او رنګول، د درېيو پايو توربینو نصبول هم شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په بشپړ ولو سره به ۴۰۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته