امنیت

په امام صاحب کې دوه تنه د انسان تښتونکو له منګولو وژغورل شول

-کندوز باخترد زمري د میاشتې ۱۷ مه
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه تنه ورونه د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول.
د کندز د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صفر اکبري باختر اژانس ته وویل چې تېر مازيګر دوه تنه ورونه چې د امام صاحب ولسوالۍ اوسيدونکي وو، د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د حلقه کول په سيمه کې وژغورل شول.
اکبري زیاته کړه چې انسان تښتوونکو غوښتل څو د دغو دوو تنو له کورنيو څخه پيسې وغواړي،خو پوليس وتوانېدل چې د څو ساعتونو په اوږدو کې دواړه ورونه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوري.
د اکبري په وينا انسان تښوونکي له سيمې څخه په تېښته بریالي شوي،خو د پوليسو پلټنې دوام لري.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته