کابل، د لیندۍ ۲۶مه، باختر
په لوګر کې د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت ۵ ټنه تاریخ تېره توکي د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري وسوځول شول.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي شبير احمد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د يادې ادارې په همکارۍ د دوو مياشتو په بهير کې ۵ ټنه تاریخ تېره او بې کيفيته توکي د پل علم ښار له بازارونو څخه راټول او سوځولي دي.
صديقي له سوداګرو، صنعتکارانو او هټيوالو وغوښتل چې د تاریخ تېره او بې کیفیته توکو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د دغه رياست له لوري ۲۳ ټنه تاريخ تېره او بې کیفیته توکي سوځول شوي وو.