فرهنګ

د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې مقدماتي غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٨
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت نن د ځوانانو د نړيوالې ورځې د غونډې د جوړولو په باب مقدماتي غونډه جوړه کړه.
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي خبرې وکړې او ويې ويل: د دغې غونډې د جوړولو هدف په هيوادکې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د لا ښې نمانځنې لپاره د تدبيرونو نيول دي.
اسحق زي وويل: د اګست په ١٢مه چې د زمري د مياشتې له ١٨مې نيټې سره برابره ده؛ د نړۍ په ټولوهيوادونو د ځوانانو نړيواله ورځ ځوان قشرته د پاملرنې په مقصد نمانځل کيږي او د ملګرو ملتو د سازمان پرمختيايي ادارې د هيواد دمرکز او د ولايتونو په زونونوکې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مقصد د يوې اندازې پيسو ژمنه کړې ده.
اسحق زي زياته کړه: د نړۍ په هيوادونوکې د ځوانانو د نړيوالې ورځې په نمانځنه کې د ځوانانو فرهنګ، دودونه او رواجونه معرفي کيږي او د دې ترڅنګ د هغو مسئلو په باب چې په راتلوونکي کې د ځوانانو د ژوندانه د کچې د لوړولو لپاره څه کارونه په پام کې ونيول شي؟ خبرې اترې کيږي.
اسحق زي زياته کړه: د ځوانانو نړيواله ورځ چې سږ کال د ملګرو ملتو د سازمان له خوا د (رواني درملنې) ترعنوان لاندې نمانځل کيږي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت هم هوډمن دى چې له دغې ورځې څخه د (درمان رواني) تر شعار لاندې په هيوادکې د خلکو او په تېره بيا د ځوانانو رواني ستونزو ته زياته پاملرنه جلب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته