دپل علم ښار باختر دزمري دمياشتې ١٢ :
په لوګر ولايت کې ديوه واټ د جوړولو اوپخولو کار بشپړ شو.
دغه واټ د٤٣ميليونو افغانيو په لګښت دکليو دبيادجوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې جوړ او پوخ شوى دى.
د لوګروالي محمدحليم فدايي وايي چې ددغه واټ په جوړولو او پخولو سره به دپل علم ښار دبزګرانو دمحصولاتو په ليږدولو کې زياتې آسانتياوې رامنځته کيږي .
دغه واټ دڅه دپاسه پنځو کيلومترو په اوږدوالي دپل علم ښارکليوالې لارې له عمومي واټونوسره نښلوي.
د لوګروالي محمدحليم فدايي ددغې پروژې دپرانستلو له امله خلکو ته يې مبارکي وويله او ډاډ يې ورکړ چې د نورو کليو د لارو جوړول په پلان کې نيول شوي دي او په نږدې راتلوونکي کې دجوړولو کار يې پيل شي .
دلوګرولايت دکليودبيا جوړولو اوپراختيا رئيس عاشق الله اخلاص يار وايي چې په دې ولايت کې د څو نوروسړکونو د پخولو کار ددوى دکا رپه لارښود کې دى .
کليوال په تيره بيا بزګران ددغه واټ له جوړولو اوپخولو څخه ډيرخوښ دي او
د دغه واټ جوړول او پخول يې په خپل وخت سره ښار ته د دوى دکرنيزو
محصولاتو په ليږدکې ډير ګټور وباله .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل